اسرائیلي ځواکونه: په غزې کې مو اوربند نه دی کړی
CMG2023/11/10 11:25:01
شريکول:

 د اسرائیل دفاعي ځواکونو د نومبر په ۹مې نېټې یوې اعلاميې کې ويلي، چې په غزې تړانګې کې يې اوربند نه دی کړی، بلکې ملکي وګړیو ته د بشردوستۍ مرستو د رسولو او تخنیکي او سیمه ییز ځنډ له امله يې بريدونه کم کړي او وخت او سیمو پورې يې محدود ساتلي دي.

اعلامیه وايي، اسرائیلي ځواکونو د غزې ملکي وګړیو ته د بشردوستۍ مرستو د لیږد لاره هواره کړې او ملکي وګړيو ته يې سپارښتنه کړې، چې د غزې جنوبي سيمو ته ولاړ شي او هلته د بشردوستۍ مرستې ترلاسه کړي.

د اسرائیل صدراعظمۍ دفتر د نومبر په ۹مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې جګړه روانه ساتلې او تر هغه به اوربند ونه کړي، څو يې بنديان خوشي شوي نه وي.

د نومبر په ۸مې نېټې، د غزې له شمال څخه شاوخوا ۵۰ زره خلک جنوبي سيمو ته کوچيدلي دي.

 (هیله)