د پورتګال ولسمشر مارسيلو ريبيلو دي سوسا د نومبر په ۹مې نېټې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يوې ټليويزيوني وينا پرمهال ويلي، چې هغه به ډېر ژر پارلمان منحل کړي او د راتلونکي کال د مارچ په ۱۰مې نېټې به په ټول هېواد کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.
د پورتګال صدراعظم انتونيو لويس سانتوس دا کوستا په ۷مې نېټې د اداري فساد د دوسیې د څېړلو له امله استعفا ورکړې او ولسمشر مارسيلو سوسا يې استعفا منلې ده.
ولسمشر سوسا د لومړي وزیر انتونيو لويس له استعفا وروسته له سیاسي ګوندونو سره سلامشوره کړې او د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو پرېکړه يې کړې ده.
سوسا ويلي، چې حکومت به يې سمدستي منحل نه کړي او د ۲۰۲۴م کال بودیجې تصویب ته په تمه دی، څو د هېواد اقتصادي او ټولنیز ثبات ډاډه او تضمین شي.
(ژباړه: شکريه)