شي جين پینګ د امريکا د فلاډیلفيا د سمفوني ارکسترا عمومي مدير او اجرائيوي رئيس ته ځوابي پیغام ولیږه
CMG2023/11/10 21:38:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ په وروستيو کې د امريکا د فلاډیلفيا د سمفوني ارکستر عمومي مدير او اجرائيوي رئيس متیاس تارنوپولسکي (Matías Tarnopolsky) ته خوابي پیغام وليږه.

هغه په پيغام کې ويلي، خبر مې تر لاسه کړی چې د امريکا د فلاډيلفيا سمفوني ارکستر په نومبر کې پر ۱۳م ځل له چيني لوري سره په يو لړ همکاريزو فعالیتونو کې د ګډون په پار چين ته راغلی تر څو په ۱۹۷۳ کال کې له چين څخه د خپلې لومړۍ ليدنې يادونه وکړي او له دې لارې به يې له چيني خلکو سره دوستي لا ټينګه کړي.

شي جين پينګ ويلي: زه چين ته ستاسو پر سفر ډېر خوښ يم. پنځوس کاله دمخه تاسو چين ته کلتوري سفر کړی چې دا د چين او امريکا ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره ډېر اهميت لري. له پنځوسو کلونو راهيسې ياد سمفوني ارکستر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري سفير په توګه ۱۲ ځلې چين ته سفرونه کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. تر پنځوسو کلونو وروسته نن تاسو د چين له سمفوني ارکستر او د څو هېوادونو له سندرغاړو سره يو ځای چينايانو ته ننداره وړاندې کوئ چې دغه په زړه پورې برخه به خامخا په تاريخ کې ثبت شي.