د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمسیون مشر شي جين پينګ د نومبر په ۱۰مه په بېجینګ ښار او هه بې ولایت کې د سيلابونو له امله رامنځته شويو ناورينونو وروسته د بیارغونې کارونو د څار په وخت کې وویل، د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېټې، حکومتونه او اړوندې خواوې باید د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې ترتیبات او پرېکړې په جدي توګه تطبیق کړي، د بیارغونې کارونه دې ښه ترسره کړي او دا دې تضمين کړي چې ځايي وګړي به په ژمي کې خوندي وي.
د سږ کال په جون او اګیست میاشتو کې د بېجینګ او هه بې په شمول ځینو سیمو کې د سختو اورښتونو له امله سیلابونه رامنځته شول او د سر او مال زیانونه یې اړولي دي.
شي جين پينګ تر ناورین وروسته د بیارغونې کارونو ته جدي پاملرنه کړې او څو ځله يې مسوولينو ته مهمې لارښوونې کړې دي چې د خلکو سر او مال دې خوندي شي او د ناورین ځپلو سیمو د خلکو ژوند او تولید چارې دې ژر بېرته عادي شي.