جای جون د غزې له ملکي وګړيو سره د مرستې په پار د بشريت نړيواله غونډه کې ګډون وکړ
CMG2023/11/10 10:36:32
شريکول:

د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي جاي جون د نومبر په ۹مې نېټې د غزې له ملکي وګړو سره د مرستې په پار د بشريت نړيواله غونډه کې ګډون کړی دی.

ياده غونډه د فرانسې په کوربتوب په پلازمېنې پاريس کې تر سره شوې، چې د فرانسې او فلسطين په شمول د ځينو هېوادونو مشرانو  او استازو او د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په شمول د نړیوالو او سيمه ييزو سازمانونو مسئولينو پکې ګډون کړی و.

جاي جون يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې مياشت واوښته او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله اوښتې او بشري وضعيت پکې نور هم سخت شوی دی.

نوموړي په يادې شخړې کې ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګژوبلې اندېښنه او خواشينې ښودلې او له ټولو هغو کړنو سره يې مخالفت ښودلی، چې له نړيوال قانون سره په ټکر او ملکي وګړي پکې په نښه کيږي.

جاي جون په منځني ختیځ کې د روانې شخړې د پای ته رسېدو او سوله ييزو خبرو څخه کلک ملاتړ کړی او د ملکي وګړو د خونديتوب او د بشري بحران د حل په پار  يې د هر ډول وړانديز هرکلی کړی دی.

هغه له فلسطين څخه  ټينګ ملاتړ کړی، چې د خپل ملت قانوني حقونه بيا عادي کړي.

جاي جون زياته کړې، چې چین د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سوله ييزو مذاکراتو لپاره هڅې کوي او هيله يې ښودلې،‌ چې دواړه لوري سوله ييزې خبرې پېل او اوربند ته غاړه کيږدي.