د ايران ولسمشر سيد ابراهيم ریيسي به سبا سعودي عربستان ته لاړ شي
CMG2023/11/10 21:37:02
شريکول:

د ايران رسمي خبري اژانس ایرنا (IRNA) د نومبر په لسمه نېټه خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر سيد ابراهيم رييسي به د نومبر په يوولسمه نېټه د فلسطين مسئلې  په هکله د اسلامي همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د ګډون په پار سعودي عربستان ته لاړ شي. دا به د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو له بېرته پيلېدو راهيسې له سعودي عربستان څخه د ريیسي لومړی ليدنه وي.