زيلينسکي په اوکراين کې جنګي او تيارشئ حالت ۳ مياشتې نور هم وغځاوه
CMG2023/11/10 11:01:05
شريکول:

د اوکراين ملي اژانس د نومبر په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير زيلينسکي يوه نوې مسوده لاسليک کړې او په دغه هېواد کې يې جنګي او تيارشئ حالت درې مياشتې نور هم غځولی دی.

ټاکل شوې وه، چې د اوکراين د جنګي حالت او تيارشئ حکم د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۱۶مې نېټې پای ته ورسيږي، خو ولسمشر زيلنسکي ياده موده د ۲۰۲۴م د فبرورۍ تر ۱۴مې نېټې  پورې غځولې ده.