د چین د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د رئیس شي جین پينګ د سفر په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل
CMG2023/11/11 15:19:02
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نومبر په ۱۰مه نېټه  امریکا ته د رئیس شي جين پینګ د سفر، د شي جین پينګ او د ولسمشر جوبایډن د ملاقات او د اېپیک د مشرانو په ۳۰مه غیررسمي غونډه کې د شي جين پينګ د ګډون په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نوموړي وویل، د چین او امریکې مشران به د دوه اړخیزو اړیکو د ستراتیژيک او هراړخیز ارزښت او د پرمختګ تمایل په اړه او د نړۍ د سولې او ابادۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د نظریو ژورې تبادلې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې رئیس شي جين پينګ به د ايپيک د مشرانو په ۳۰مه غیررسمي غونډه کې مهمه وینا وکړي او په خبرو کې به یې د اسیا او ارام سمندر سیمې د همکارۍ پياوړتیا، د سیمې او نړۍ د اقتصادي پرمختګ د هڅونې په اړه د چین ادعاوې څرګندې کړي. چین هیله لري، چې اړوندې خواوې به خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، د اسیا او ارام سمندر سیمې او حتی د نړۍ د ابادۍ لپاره حیاتي ځواک برابر کړي او د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنه به جوړه کړي.

(هیله)