د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د امريکا د ماليې له وزيرې جانېټ يېلېن سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/11/11 10:50:04
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم، د چين او امريکا ترمنځ‌ په سوداګريزو چارو کې د چين مسئول هه لي فنګ د نومبر له ۸مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې له امريکا څخه  په لیدنه بوخت دی . د دې ليدنې په  ترڅ  کې يې د امريکا د ماليې له وزيرې جانېټ يېلېن سره څو څو ځلې خبرې اترې کړې دي. دواړې خواوې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د مهمو ګډو موافقو د پلي کولو لپاره هڅه کوي،‌ په سان فرانسيسکو ښار کې د دواړو د مشرانو د ليدنې لپاره اقتصادي برياليتوبونه چمتو کوي،‌ د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکوي. هه لي فنګ او جانېټ يېلېن يو لړ مهمې موافقې کړې، چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې خپلمنځي تبادلې  زياتې کړي، ګډه موافقه به پيدا کړي، خپلمنځي توپيرونه به کنټرول کړي‌، د سوءتفاهم له امله به  لانجې نورې سختې نه کړي، خپلمنځي اقتصادي اړيکې  به پرې نه کړي او سالم اقتصادي اړیکو ته به پرمختګ ورکړي.

د دوی په موافقې ، دواړه هېوادونه به د اقتصادي زیاتوالي، د پولي ثبات او کنټرول په برخو کې د ګډو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې وکړي، د اقليمي بدلون له امله د رامنځته شويو اقتصادي مسئلو، د ټيټو عايداتو لرونکو هېوادونو او د نويو اقتصادونو د پوړونو مسئلو په برخو کې همکارۍ وکړي.