د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر د ۱۱مې په سهاروختي خبر ورکړ، چې په همدې ورځ به په پلازمینه ریاض کې د عربي- اسلامي هېوادونو د مشرانو ځانګړې ګډه سرمشریزه جوړه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د نومبر د ۱۰مې په شپه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه غونډه ترسره کړه، بله خوا سعودي عربستان د عرب لیګ د سیکریټري ادارې سره هم همغږۍ وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې د نومبر په ۱۱مه نېټه به د عربي- اسلامي هېوادونو د مشرانو ځانګړې ګډه سرمشریزه جوړه کړي او ګډونوال به یې د غزې وضعیت په هکله بحثونه وکړي.
د ايران ولسمشر سيد ابراهيم ریيسي به په دغه سرمشریزه کې ګډون وکړي.