د اسرائيل صدراعظم بنجامين نېتانياهو د نومبر په ۱۰مه نېټه وویل، چې د اسرائيل ځواکونه به په غزه کې د جنګي چارو له پای ته رسېدو وروسته پر دغې سيمې امنيتي کنټرول ته دوام ورکړي.
د اسرائيل د صدراعظم دفتر په يوه اعلاميه کې وویل، چې نېتانياهو په همدې ورځ په تېلاويف يافو ښار (Tel Aviv-Yafo) کې د غزې ټرانګې د سرحدي سیمې له مسئول سره په ليدنه کې ويلي، چې اسرئيل به د حماس له لېري کولو وروسته پر غزې بشپړ امنيتي کنټرول وساتي او په پوره توګه به د فلسطين وسله وال سازمانونه لېرې کړي، څو د اسرائيل خلک د غزې له وسله وال ګواښ سره مخ نه شي.