د چین د نړیوال وارداتي نندارتون خوځنده ځواک
CMG2023/11/11 14:57:39
شريکول:

د سینګاپور د کاسمیټیک برانډ فونټي شرکت په مسلسلو ۶ کلونو کې د چین په نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی، چې د تولیداتو پلور حجم يې حیرانوونکې وده کړې  چې لومړی کال يې یوازې ۲۰۰ بکسونه پلورلي او سږ کال دغه شمېر يې دوو لکو ته زیات شو.

د چين د وارداتو شپږم نړيوال  نندارتون د نومبر په لسمه نېټه پای ته ورسېد، چې له تړونونو سره سم کلنی عايد يې ۷۸،۱۴ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرې دورې په پرتله ۶،۷ سلنه زياتوالی لري او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د نندارتون په جریان کې، د ۱۲۸ هېوادونو او سیمو ۳۴۸۶ تصدۍ د تصدیو په سوداګریز نندارتون کې ګډون  درلود. د نندارتون په ځای کې ۴۴۲ نوي محصولات، تخنیکونه او خدمات هم نندارې ته وړاندې شول. دغه نندارتون د بېلا بېلو کچو پرمختيايي هېوادونو لپاره د تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا او د متقابلو ګټو او برياليو پايلو د تر لاسه کولو لپاره يو مهم ډګر برابروي، چې د ګډونوالو هېوادونو له خوا یې ډېره ستاينه کېږي.

 اوسمهال د نړيوال اقتصاد بيارغونه او د سوداګرۍ تقاضا کمزورې ده. بېلا بېل هېوادونه لېواله دي، چې د پرمختګ د دوام لپاره نوی خوځنده ځواک  ولټوي . د چين مصرفي بازار د پرمختګ ستر پټ توان لري، چې په ټوله نړۍ کې د نويو تخنیکونو او توليداتو لپاره ازمايښتي امکان او د ټېکنالوژۍ او نوښت له لارې د پرمختيايي ستونزو د حل لپاره ډګرونه برابر کړي .

د تازه خپرو شويو شمېرو له مخې، چين پر لومړي ځل  د نړۍ د تخنيکي نوښتونو د غوره کلسترونو په سر کې ځای نيولی دی. د امریکا د اوتيس  شرکت په نړيواله کچه د لفټ جوړوونکی يو مشهور شرکت دی، په چين کې د دې شرکت مشره لوه شياو لي وویل، چې د چين حکومت د اقتصاد باکیفیته پرمختګ ته وده ورکړي او د نوښت لپاره يو لړ ګټورې تګلارې يې وړاندې کړې دي. چين هم  د استعدادونو ډېرې زياتې سرچينې لري. د دغو عواملو له امله اوتیس شرکت په دوامداره توګه د څېړنې او پرمختګ لپاره په چین کې لازياتې پانګې لګوي او د نوښت هڅو ته وده ورکوي.

د امریکايي تصدیو په ګډون د نړۍ لازیاتې تصدۍ په چیني بازار کې فرصتونه شریک کړي. د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې د امريکا د فدرالي حکومت لوړ پوړو چارواکو پر لومړي ځل ګډون وکړ او د امريکا د کرنې ټولنې له ۲۰۱۶م کال راهيسې تر ټولو لوی پلاوی چين ته رالېږلی دی. دا په بشپړه توګه ښيي، چې امریکا د چين لوی بازار ته په درنه سترګه ګوري. د انډرسن شمال لویدیځ شرکت مشر مایک انډرسن وویل، چې د نندارتون په لومړۍ ورځ، دغه شرکت د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل. هغه له چینایانو سره له سوداګرۍ کولو څخه خوند اخلي او اوس  د چین بازار د دغه شرکت د صادراتو نیمایي برخه جوړوي.

په چین کې د امريکا د فايزر شرکت مشر جین کریستوف پوینتیو وویل، د چین د ورخلاصون تګلاره ډېره ښه ده. چین د نړۍ د ستر سوداګريز هېواد په توګه، یو ستر پرانيستی بازار برابروي او په پر له پسې توګه يې د سوداګرۍ چاپيريال ښه کړی دی. په دې وروستیو کې بهرنیو رسنیو د دې نندارتون په اړه راپورونه خپاره کړل او ويلي يې دي، چې د چین نړیوال وارداتي نندارتون د لوړې کچې پرانیستې د هڅولو لپاره د چین ټينګ هوډ روښانه کوي. 

سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۵مې کليزې او همدارنګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ۱۰مې کليزې سره برابر دی. د پرانستلو په اړه یو لړ نوي تدبيرونه پلي شوي، چې دا په ډاګه کوي چې چين په زياتو کوښښونو سره له نړۍ سره فرصتونه شريکوي او په پرله پسې توګه په عملي ګامونو سره خپلې ژمنې پوره کوي.

د فرانسې د لوريال شرکت مشر د چین په نړیوال وارداتي نندارتون باور څرګند کړ، چې د چین په اووم نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره مو تړون لاسلیک کړی دی. د رسمي خبر له مخې، تر اوسه پورې څه نا څه ۲۰۰ تصديو د چين په اووم نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره مخکې له مخکې تړونونه لاسليک کړي دي.