د پاریس سوله ییز فورم شپږمه دوره د نومبر په ۱۰مه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پرانیستل شو او دوې ورځې به دوام ولري. د یاد فورم د شپږنې دورې منځپانګه (په سیالې نړۍ کې ګډ ټکی لټول) ده او پکې ګډونوال به د اقلیمي بدلون ضد مبارزې، د ډیجتلي تکنالوژۍ پرمختګ د خوندیتوب او د نامساواتو د کمولو او د دوامدار پرمختګ موخې د پوره کولو په شمول ځینو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.
د یاد فورم په سږنۍ دوره کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د سنیګل ولسمشر ماکي سال، د ګانا ولسمشر اکفو- ادو، د اروپا شورا رئیس چاریلس میشل، د اسیا د بنسټیزو تاسیساتو د پانګونې بانک مشر جین لي چون په شمول د ځينو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو، غیرحکومتي موسسو او پولي ارګانونو مسئولین برخه لري.