د چين پوځي ادارې خبر ورکړ چې ځواکونه به يې د نومبر په دويمه لسيزه کې د کمبوديا، لاوس، ماليزيا، تايلند او ويتنام له ځواکونو سره د دغه هېواد د ګوانګ دونګ ولايت په جان جيانګ ښار کې د سولې او دوسنۍ- ۲۰۲۳ په نوم ګډ پوځي تمرين تر سره کړي.
دا لومړی ځل دی چې ياد هېوادونه په چين کې ګډ پوځي تمرين کوي .
د معلوماتو له مخې، دغه پوځي تمرين د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې او د سمندر امنيت ساتلو ته تمرکز کوي او هدف يې دا دی چې په ښارونو کې د ترهګرۍ پرضد ، همدارنګه په سمندرونو کې د لوټماريو پر ضد د مبارزې لپاره د ګډونوالو ځواکونو توان لوړ کړي، خپلمنځي پوځي اعتماد او همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي.