د سعودی عربستان وليعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د نومبر په ۱۱مه نېټه د عرب او اسلامي هېوادونو د ګډې سرمشريزې په څنډه کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره ليدنه کړې. دا په سږکال کې دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا عادي کېدو وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ لیدنه ده.
سعودي عربستان او ايران په ۲۰۱۶م کال کې خپلمنځي اړيکې پرې کړې. د دواړو هېوادونو استازو د سږکال په مارچ مياشت کې د چين تر منځګړيتوب لاندې په بېجينګ کې ډيالوګ تر سره کړی. چين، سعودي عربستان او ايران يوه ګډه اعلاميه لاسليک او اعلان کړې، چې سعودي عربستان او ايران د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو په بيا پیل هوکړه وکړه. بيا وروسته سعودي عربستان او ايران د تېر اپريل په ۶مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د عادي کېدو اعلان وکړ.