د چين د شینجيانګ ازاد سوداګریز زون کاشغر ناحيه د نومبر په ۱۱مه نېټه پرانيستل شوه او د پرانیستنې په ورځ يې ۳۵ تصديو پکې خپل نمايدګي پرانيستي دي، دغه راز د لاسلیک شويو پروژو يا برنامو عمومي پانګې له ۱۷ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو څخه اوښتې، چې د سوداګريزو توکو د بارباري، معلوماتي ټکنالوژۍ او برېښنا وسایلو او موټرسازۍ په برخو کې فعالیت کوي.