د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې د بېلایېلو هېوادونو خواړه نندارې ته وړاندې شوي
CMG2023/11/12 15:19:18
شريکول:

د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د روانې مياشتې له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د څه باندې سلو هېوادونو او سيمو خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي او د یو شمېر بهرنيو ګډونوالو شرکتونو استازو سي اېم جي ته وويل، چې چينايان له باکيفيته خوړو او ژوند سره لېوالتيا ښيي او پدې سره به يې توليدات لوی بازار ومومي.