امریکایي شرکتونو د چین نړیوال وارداتي نندارتون کې د ګډون کولو ملاتړ کړی
CMG2023/11/12 15:59:34
شريکول:

د امريکا د فډرالي حکومت پلاوي سږ کال د لومړي ځل لپاره د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی و. په چين کې د امريکا سفير نیکولاس برنس وويل چې د څه د پاسه دوه سوه امريکايي شرکتونو د چین په شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی او په ترڅ کې يې د څو ملیارډو ډالرو په ارزښت د سوداګريزو معاملو تړونونه لاسلیک کړي دي. 

په حقیقت کې، په ۲۰۱۸م کال کې چې د چین نړیوال وارداتي نندارتون د لومړي ځل لپاره پيل شو، له هماغه راهیسې په دغه نندارتون کې په لویه کچه امریکايي شرکتونه جذب شوي او هغه مهال له ۱۸۰ زياتو امریکایي شرکتونو پکې برخه اخیستې وه.

چین د امريکايي تصديو په شمول د نړيوالو تصدیو لپاره د يو لوی او باثباته بازار په توګه ګڼل کېږي. له ۲۰۱۸م کال راهیسې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې د واشنګټن لخوا د مخ پر زیاتېدوونکو خنډونو سره سره، د چین بازار بياهم د امریکايي شرکتونو لپاره په زړه پورې او د هرکلي وړ دی.

په ۲۰۲۲م کال کې چين ته د امريکا د صادر شویو کرنيزو محصولاتو ارزښت ۴۲ مليارډه امريکايي ډالره ښودل شوی چې تاريخي ریکارډ يې جوړ کړی دی، دا پدې معنا ده چې په اوسط ډول هر امريکايي بزګر چين ته څه د پاسه د ۱۳ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت کرنيز محصولات صادر کړي دي.

امریکا ښايي په دې پوه شوې وي چې پر چین يې بندیزونه د امریکايي شرکتونو په ګټه نه دي، نو ځکه يې د لومړي ځل لپاره د چین نړیوال وارداتي نندارتون ته خپل پلاوی وليږه او خپل نندارځی يې پرانيستی دی. امریکا په دغه نندارتون کې خپل خوراکي توليدات نندارې ته وړاندې کړي او پدې سره یې د خپلو توليداتو لپاره نوی بازار موندلی دی، هو له دې سره سره يې بيا هم ادعا کړې چې شرکتونه يې په چین کې د سیالۍ لا عادلانه چاپیریال ته اړتیا لري.

د چین په شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې د امريکا د فډرالي حکومت د پلاوي ګډون يوه مثبته نښه بلل کېږي، چې دا په ډاګه کوي چې امريکا د چين د ښه نیت په اړه يو څه غبرګون ښودلی دی. دا کیدای شي د نړۍ پر اقتصادي او نړیوالو حالاتو، چې اوس مهال له سختو ننګونو سره مخ دي، ستره اغیزه ولري.

چين تل د ناڅرګندو نړيوالو حالاتو پر وړاندې له بېلا بېلو هېوادونو سره د پرمختيايي فرصتونو د شريکولو لیوال پاتې شوی، ځکه چې چين په دې باور دی چې پرمختګ د ډېرو ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.

د چين زياتو سوداګريزو همکارانو هم په دې اړه ژوره پوهه ترلاسه کړې ده.

د چین په شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې، د بیلاروس غرفې پر دیوال لیکل شوي "که چین پیاوړی وي، بیلاروس به پیاوړی وي". اوس مهال چين د بېلاروس دوهم ستر سوداګريز ملګری دی. په ۲۰۲۲م کال کې، په بیلاروس کې د چین پانګونه ۸۰ سلنه زیاته شوې. په مینسک کې د چین او بیلاروس په صنعتي پارک کې اوس مهال له ۱۵ هېوادونو څخه ۱۱۷ تصدۍ راجلب شوې چې د ۱،۳۶ ملیارډو امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه یې کړې ده.