حماس له نړیوالو سازمانونو څخه د شفا روغتون د خونديتوب غوښتنه کوي
CMG2023/11/12 15:08:08
شريکول:

د حماس رسنيز دفتر د نومبر د ۱۱مې نېټې په شپه په یوه اعلاميه کې د سره صليب له نړيوالې کمیټې او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې په غزه سیمه کې تر ټولو لوی روغتون شفا روغتون خوندي کړي،‌ څو د سخت بحران مخه ونيسي.

ياده اعلاميه وايي،‌ د نومبر د ۱۰مې نېټې له شپې راهيسې، پر شفا روغتون څو څو ځلې بريدونه شوي، پکې د طبي کارکوونکو، ټپيانو او کډوالو په شمول ټول خلک تر بريد لاندې دي. يوې فلسطيني سرچينې خبريال ته ويلي، چې د اسرائيل ټانکونو په همدې ورځ شفا روغتون کلابند کړی او د دې روغتون په شاوخوا کې يې د فلسطين له وسله والو سره سخته جګړه کړې. اوس دغه روغتون ته ټولې لارې پرې شوې دي.

د غزې سيمې د طبي ادارې د خبر له مخې، تر اوسه پورې په شفا روغتون کې برېښنا په پوره توګه پرې شوې او خدمتونه يې درېدلی دی.