د عرب او اسلامي هېوادونو په ګډې سرمشريزې کې د فلسطين مسئلې په اړه يوه پرېکړه تصويب شوی
CMG2023/11/12 15:04:53
شريکول:

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۱۱مه نېټه د فلسطين مسئلې په اړه هغه پرېکړه خپره کړې، چې د عرب او اسلامي هېوادونو په ګډې سرمشريزې کې تصويب شوې ده.

یادې پرېکړې پر غزې سیمې او د اردن سيند پر لوېدیځې غاړې د اسرائيل بريدونه غندلي،‌ له دې څخه يې يوځل بيا ملاتړ اعلان کړی،‌ چې فلسطينيان په خپله خاوره کې له ازادو او خپلواکو حقونو څخه برخمن شي.

ياده پرېکړه د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتنه کوي،‌ چې موثره پرېکړه وکړي، دغه راز له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه کوي،‌ چې اسرائيل ته پوځي وسلې او مهمات صادر نه کړي.

یاده پرېکړه له مصر څخه غوښتنه کوي،‌ چې په  سمدلاسه، دوامداره او بشپړه توګه غزې سيمې ته د مرستندويه توکو د لېږلو لپاره بندرونه خلاص کړي. 

د عرب او اسلامي هېوادونو ګډه سرمشريزه د نومبر په ۱۱مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې تر سره شوه، د عرب ليګ او د اسلامي همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.