د اسرائيل دفاعي ځواکونو د نومبر د ۱۲مې نېټې په ماښام يوه راپور کې ويلي، چې په همدې ورځ يې د مدیترانې سمندر تر څنګ د غزې بندر نيولی او چارې يې په لاس کې اخيستې دي.
راپور وايي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې د شطي کډوالو په کمپ کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر څو مرکزونو بریدونه کړي او په ورته وخت کې يې ځمکنيو او سمندري ځواکونو شطي کمپ ته څېرمه د غزې بندر باندې هم بريدونه کړي او ټوله سيمه يې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده.
راپور زياتوي، چې د اسرائيل جنګي الوتکو په همدې ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله په اهدافو هم بریدونه کړي او دا يې د اسرائيل په لوري د دغه سازمان د توغنديزونو بريدونو ځواب بللی دی.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو په ياد راپور کې ويلي، چې د شمالي سيمو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره يې عملياتي پلان جوړ کړی دی.
(ژباړه: شکريه)