روسي ځواکونو په اوکراين کې پر څو پوځي موخو بريدونه کړي
CMG2023/11/13 11:17:59
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د نومبر په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ساعتو کې په کوپیانسک، بونلیمان، دونیتسک، خرسون او ژاپورژیا کې اوکرايني ځواکونو ته ماتې ورکړې او د اوکراين پر څو پوځي اهدافو يې بريدونه کړي دي.

ياد خبر وايي، چې روسي ځواکونو په دغو بريدونو کې د اوکرايني ځواکونو ګڼ مهمات او سون توکي، ګوامونه او زغره وال موټرونه ويجاړ کړي او د هامرس دوه راکټ لانچرونه يې شنډ او بې پيلوټه الوتکې يې را غورځولې دي.

بلخوا، د اوکراين د وسله والو ځواکونو د درستيزانو عمومي رياست خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې يې له روسي ځواکونو سره ۶۱ ځلې جګړې کړې دي.

د اوکراين د ځواکونو ياد رياست وايي، چې روسي ځواکونو پر لوهانسک، دونیتسک، خارکیف، ژاپورژیا، خرسون توغنديز بريدونه کړي او ځينې ملکي بنسټيز تأسيسات يې ويجاړ کړي دي.

خبر وايي، چې اوکرايني ځواکونو هم پر روسي ځواکونو څو بريدونه کړي او د کۍ اېچ ـ ۵۹(KH-59) توغندی يې هم ور ويجاړ کړی دی.