د ملګرو ملتونو څو سازمانونو په غزه کې پر روغتونونو د لړيزو بریدونو د پای غوښتنه وکړه
CMG2023/11/13 10:56:09
شريکول:

د عربي هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق مشر ليلا باکر، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق مشر او د روغتيا نړيوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې عمومي مدیر احمد ال منداهاري د نومبر په ۱۲مې نېټې له اسرائيلي ځواکونو غوښتي، چې په غزه کې پر روغتونونو لړيز بريدونه پای ته ورسوي.

 

دوی په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې اسرائيلي ځواکونو  د غزې تړانګې په شمال کې د شفاء روغتون، د رانتیسي د ماشومانو روغتون او القدس روغتون په شمول پر ځينو سيمه ييزو روغتيايي مرکزونو بريدونه کړي او ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده، چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

اعلاميه وايي، چې د غزې په شمال کې د څو سيمه ييزو روغتونونو په شاوخوا کې د سختو شخړو له امله روغتيايي چارې په ټپه دريدلي او د طبي کارکوونکو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د روانې شخړې د پېل يعنې د اکتوبر له ۷مې څخه د نومبر تر ۱۲مې نیټې پورې په غزه کې پر طبي تاسیساتو لږ تر لږه ۱۳۷ بریدونه شوي، چې له امله يې ۵۲۱ تنه م او ۶۸۶ نور ټپیان شوي دي، چې په دوی کې ۱۶ طبي کارکوونکي وژل شوي او ۳۸ تنه يې نور ټپيان شوي دي.