شانګهای د چين لومړی لوی اقتصادي مرکز دی او په دغه ښار کې د پينګ پانګ لوبو، بايسکل، بورو او پيانو په ګډون ۳۵ لرغوني او مشهور برانډونه شتون لري. دغو برانډونو پدې وروستيو کلونو کې د موډ (فیشن) بهیر تمایل څېړلی او له مخې يې خپل نوي توليدات جوړ کړي دي. په شانګهای کې د یانګځه سند دیلتا د لرغونو برانډونو کلتوري موزيم کې چې عمومي مساحت ۲۴۰۰ مربع مترو ته رسېدلی، د دغه ښار د لرغونو برانډونو د ډيزاين،توليد،خرڅلاو معلومات نندارې ته وړاندې شوي او په ليدو سره يې نندارچيان د ښار لرغونی کلتور پېژندلی شي.