د يانګ ځه سيند دلتا د زرغونې ايکولوژۍ او ډيجټلي اقتصاد پيوستون
CMG2023/11/13 16:18:47
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په ۲۰۱۸م کال کې د دغه هېواد د لومړي نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستو مراسمو کې اعلان وکړ، چې د يانګ ځه سيند د دلتا له پرمختګ څخه به ملاتړ وکړي او په دولتي تګلاره کې به يې شامل کړي.

د چین د يانګ ځه سيند دلتا کې د شانګهای ښار، جيانګ سو ولايت، جه جيانګ ولایت او ان هوي ولايت په ګډون يوه پراخه سيمه شامله ده. 

یوان دانګ ډنډ د جيانګ سو ولایت د سو جو ښار او د شانګهای د چينګ پو سیمې ترمنځ‌ واقع دی، چې پخوا هلته په چارچاپېر سيمې کې ټرانسپورټي چارې ‌ډېرې ستونزمنې وې او لویو لارو يې لوړې ژورې درلودې.

سو جو ښار او چینګ پو سيمې له ۲۰۲۰م کال راهيسې د درې کلنو ګډو همکاريو په رڼا کې  یوان دانګ ډنډ پاک کړی دی.

اوس دغه ډنډ ډېر پاک او ښکلی شوی او د نويو پرمختللي صنایعو لپاره يې يو ښه چاپېريال برابر کړی دی.

د يانګ ځه سيند دلتا د لو جو جه ګو ـ جاو شيوانګ صنعتي زون کې معلوماتي ټېکنالوژي، ډيجتلي اقتصاد‌ او زرغونې صنايع يو ځای شوي او د دغه زون د نوښت په برخه کې يې مخکښ ځای نيولی دی.