نړیوال د چین او امریکې د مشرانو د سانفرانسیسکو کتنې ته ډېره پاملرنه لري
CMG2023/11/13 11:20:24
شريکول:

د چین د نندارې دولتي مرکز کې د نومبر په ۱۰مه نېټه یو کانسرت ترسره شو چې چین ته د امریکې د فلاډیلفيا د سمفوني ارکستر د سفر د ۵۰مې کلیزې د یادونې په خاطر طرحه شوی و. دغه ارکستر له ۱۹۷۳م کال راهیسې د چین او امریکې ترمنځ د تبادلې او دوستۍ د پياوړتیا لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي او سږنی سفر يې د دواړو خواوو د دوستۍ غځېدنه بلل کېږي.

د دغه ارکستر عمومي مدیر او اجرائیوي رئیس متیاس تارنوپولسکي تر دغه سفر مخکې د چین دولت رئیس شي جين پينګ ته یو پيغام لېږلی. ورپسې شي جین پينګ ورته په ځوابي پيغام کې پر دې ټينګار وکړ چې موسیقي د هېواد پولې نه پېژني او کلتور د مختلفو خواوو ترمنځ د تبادلې لپاره پل جوړوي.تر پنځوسو کلونو وروسته  تاسو د چين له سمفوني ارکستر او د څو هېوادونو له سندرغاړو سره يو ځای چينايانو ته ننداره وړاندې کړې او دغه په زړه پورې برخه به خامخا په تاريخ کې ثبت کېږي.

په دې وروستیو کې د تګلارې، سمندري چارو، د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې، د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه د چین او امریکې یو لړ خبرې اترې وکړې او د دواړو خواوو اړیکو د ثابتولو لپاره يې فعاله نښه ښودلې او د امریکې په سانفرانسیسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ژر کتنې په خاطر يې بنسټ هم جوړ کړی دی.

دا د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د رئیس شي جين پينګ او جوبایډن تر کتنې وروسته د دواړو مشرانو یو بل ځل مخامخ ملاقات دي. دواړه مشران به د چین او امریکې اړیکو د ستراتېژيک او هراړخیز اهمیت او د پرمختګ تمایل، او د نړیوالې سولې او پرمختګ په اړه د نظریو تبادلې وکړي. نړیوال هیله لري چې د دواړو مشرانو په دغه ځل ملاقات کې به مثبت بریالیتوب تر لاسه شي.

شنونکي په اشارې وویل، چې د دواړو مشرانو د دغه ځل ملاقات یو مهم ټکی د بالي ټاپو ژمنو او اجماع عملي کېدل دي.

په تېر یو کال کې د چین او امریکې په اړیکو کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې، یو مهم لامل یې دا دی چې د دواړو مشرانو د بالي ټاپو اجماع نه ده تطبیق شوې. د امریکې سیاستوالو پر چین ناسمې پېژندنې او تګلارې غوره کړې. یو لړ ناسمې کړنې یې له دې اجماع سره ټکر لري، د چین ګټې يې ویجاړې کړې او د چین او امریکې د دیالوګ جریان يې مات کړی دی.

د سږ کال په تېر جون میاشت کې چین ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تر سفر وروسته، واشنګټن له چین سره د اړیکو د ارامولو رویه ښکاره شوې ده. واشنګټن باید په دې ښه پوه شي چې د چین مخنیوی او ځپل به ښه نتیجه ونه لري، د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې، د سیمې مسئلو د حل و فصل او د امریکې اقتصاد د بیااحیا په شمول موضوعات د چین له همکارۍ پرته نه ترسره کېږي. نو واشنګټن بیا د بالي ټاپو اجماع تطبیق ته بېرته راستنه شوه.

د تایوان مسئله د چین په مرکزي ګټو کې کليدي ټکی دی. واشنګټن په دې وروستیو کې یو ځل بیا د یو چین پېژندنې پر اصولو او له چین څخه د تایوان بېلتون د نه ملاتړ رویه څرګنده کړه، نو هغه باید له خپلې رویې سره سم رښتیني عملونه غوره کړي.

نړیوال هم تمه لري چې چین او امریکا به په سانفرانسیسکو کې د ملاقات له لارې متقابلې سمې پېژندنې زیاتې کړي. رئیس شی جين پينګ مخکې ویلي چې په دومره لویه نړۍ کې د چین او امریکې ځاني پرمختګ او ګډه سمسورتیا شامله کېدای شي. چین تل دا نظر لري چې چین او امریکا باید همکاران وي، بلکې سره په تقابل کې نه وي، باید د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ زیاتې کړي.

اوس د نړیوال اقتصاد احیا کمزورې ده، د جیوګرافۍ سیاسي شخړې سختې دي او د نړۍ د بې ثباتۍ عوامل مخ په زیاتېدو دي. د چین او امریکې ترمنځ اړیکې د انسانانو په راتلونکي او برخلیک پورې اړه لري. نړیوال هیله من دي چې د دواړو هېوادونو مشران په دې کتنه کې د نړۍ د سولې او پرمختګ په شمول د ځينو مهمو موضوعاتو په هکله د نظریو ژورې تبادلې وکړي او نړیوالو ته به پراخې ګټې ورسوي.