د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ خبري رسنيو ته ويلي، چې دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر له ۱۴مې نه تر ۱۷مې نېټې پورې امريکا ته ولاړ شي او د دغه هېواد سان فرانسيسکو ښار کې به له خپل امريکايي سیال سره وګوري.
ټاکل شوې، چې رئیس شي جين پينګ به په بلنې سره په امريکا کې د اسيان او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC)د مشرانو په ۳۰مې غير رسمي غونډې کې هم ګډون وکړي.
(ژباړه: شکريه)