د امريکا يوه پوځي الوتکه مديترانې سمندر ته غورځېدلې
CMG2023/11/13 11:25:19
شريکول:

په اروپا کې د امريکايي ځواکونو قومندانۍ د نومبر په ۱۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د همدې مياشتې په لسمې نېټې يې يوه پوځي الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله مديترانې سمندر ته غورځېدلې او پنځه سرتيري يې پکې وژل شوي دي.

 اعلاميه وايي، چې يادې الوتکې په هوا کې بلې الوتکې ته تېل ورکول، چې پر مهال يې تخنيکې ستونزه پيدا کړې او غورځېدلې ده.

په اروپا کې د امريکايي ځواکونو قومندانۍ د نومبر په يوولسمې ويلي وو، چې د يادې پېښې په  اړه يې پلټنې پېل کړې دي.

يادې قومندانۍ ويلي، چې پر يادې الوتکې يې بريد نه دی شوی او په همدې ورځ يې تمريني دنده ترسره کوله.