د عراق امنيتي ځواکونو د نومبر په ۱۲مې نېټې د دغه هېواد په شمال صلاح الدين ولايت کې د څلورو داعشيانو د وژلو خبر ورکړی دی.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ رسنيز مرکز په يوې اعلاميې کي ويلي، چې هوايي ځواکونو يې د صلاح الدين ولايت د سيسر جهيل په شمال کې پر داعش وسله والو برید کړی او څلور داعشيان یې وژلي دي.
اعلاميه وايي، چې د ياد بريد له امله يو عراقي سرتيری هم وژل شوی دی.
د عراق حکومت د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې له داعش ډلې سره په مبارزې کې د بري اعلان کړی و، خو لا هم د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې د داعش پاتې شوني موجود دي او کله کله پر ځينو سیمو بريدونه کوي.