انوار الحق کاکړ: سيپېک ځايي خلکو ته رښتينې ګټې رسولي
CMG2023/11/14 14:21:11
شريکول:

د پاکستان صدراعظم انوار الحق کاکړ پدې وروستيو کې له سي جي ټي اېن سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز ( CPEC) له پيل راهيسې ځايي اوسېدونکو ته رښتينې ګټې رسولې دي.

نوموړي ويلي، چې د سيپېک د لومړي پړاو پروژې بشپړې شوي او په جريان کې يې ګوادر بندر، يو شمېر سړکونه او هوايي ډګرونه جوړ شوي دي او دغه راز اوس هلته يو شمېر د انرژۍ پروژې هم پيل شوې دي.

کاکړ ویلي، چې پاکستان د انرژۍ کمښت سره مخ دی، خو بیا هم څه باندې ۸۰۰۰ ميګاواټه برېښنا په خپله توليدوي.

 نوموړي ويلي، چې د سيپېک په رڼا کې د ځايي اوسېدونکو په ژوند کې پرله پسې ښه والی راغلی او عامو خلکو او په تېره بيا د بلوچستان ایالت اوسېدونکو او د پاکستان د نورو سيمو خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي.

کاکړ باور ښودلی ، چې د سيپېک د دوهم پړاو ابادي به د پاکستانيانو د ژوند په ښه والي، دندو او کار او د زېربناوو په جوړولو زیاتې مثبتې اغېزې ولري.

سيپېک يا د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ارزښناکه پروژه ده، چې د کمربند او لارې له لومړيو پروژو څخه شمېرل کيږي.

د معلوماتو له مخې، سيپېک له تېرو لسو کلونو راهيسې پاکستان ته ۲۵ ميليارډه او ۴۰۰ ميلیونه امريکايي ډالره مستقيمې پانګونې رسولي، ۱۵۵ زره کاري فرصتونه يې ورته برابر کړي او په چوکاټ کې يې په دغه هېواد کې۵۱۰ کيلومتره ګړندي سړکونه جوړ شوي او د ۸۲۰۰ ميګاواټه او ۸۸۶ کيلومتره برېښنا ليږدونکې شبکه پکې فعاله شوې ده.