د چين ميډيا ګروپ تر چوکاټ لاندې سي جي ټي اېن په دې وروستیو کې يوه انلاين سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ۸۶ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، د چین او امريکا ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره باید په بالي ټاپو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې ته د عمل جامه واچول شي.
د سروې ۹۱.۲ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې چين او امريکا بايد د متقابل اعتماد او مساوات پر بنسټ مرکزي ګټو او مهمو مسئلو ته درناوی وکړي، څو خپلمنځي اړيکې يې ښه پرمختګ ومومي.
د سروې ۹۲ سلنه ګډونوال بيا په دغه نظر دي، چې د چین او امريکا ترمنځ اړيکې د زيرو سم لوبې (zero sum) اساس نه دی او دواړې خواوې بايد د خپل پرمختګ لپاره د متقابلې خوا موجه حقونه تر پښو لاندې نه کړي او بنديزونه بايد ونه لګوي.