د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک د نومبر په ۱۳مې نېټې په کابينې کې بدلون راوستلی او د دغه هېواد د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، روغتيا او ټولنيزو چارو وزيران يې له دندو لرې کړي او پر ځای يې نوي وزيران ټاکلي دي.
ريشي سوناک د کورنیو چارو وزیر براورمن له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کلیورلي ګومارلی دی.
نوموړي د بريتانيا پخوانی لومړی وزير کاميرون د بهرنيو چارو وزير په توګه ټاکلی دی.
د کورنيو چارو نوي وزیر کليورلي خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه به په خپله دنده کې برېتانيا ته د غیرقانوني کډوالو د قاچاق مخنيوي ته لومړيتوب ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر کاميرون په یوې بیانیې کې ويلي، چې بریتانیا له یو لړ نړیوالو ننګونو سره مخ ده او د بېلګې په توګه يې د روسيې او اوکراين تر منځ شخړه او د منځني ختيځ بحران ياد کړی دی.
(ژباړه: شکريه)