د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته د چين او امريکا د مشرانو د کتنې په اړه مالومات ورکړي دي.
ماو نينګ ويلي، د چين او امريکا مشران به د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه پر ستراتيژيکو، ټولشموله او سمتي مسئلو او هم د نړۍ د سولې او پرمختګ په اړه ژورې خبرې وکړي.
د ماو نينګ په وينا، چين د متقابل احترام، سوله ييز پرمختګ او ګډو همکاريو په رڼا کې له امريکا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
نوموړې ويلي، د لويو هېوادونو ترمنځ سيالۍ له زماني تمايل سره سمون نه لري او له دې لارې د امريکا کورنۍ ستونزې او نړيوالې ننګونې نشي حل کېدای.
ماو نينګ زياته کړې، چې چين له سیالۍ وېره نه لري، خو د سیالۍ په بڼه له امريکا سره د اړيکو له تعریف سره مخالفت کوي.
د ماو نينګ په خبره، د امريکا پخواني حکومت د تایوان مسئلې په اړه روښانه ژمنې کړي او ولسمشر جو بايډن د اندونيزيا په بالي ټاپو کې له رئیس شي جين پينګ سره د کتنې پر مهال په ډاګه وويل، چې هېواد يې د تايوان له خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. امريکا باید د يو چين د پېژندنې اصل وپالي او په عمل کې باید د تايوان خپلواکۍ سره مخالفت وکړي.