اسرائيلي ځواکونو د جبالیه کډوالو کمپ په نښه کړی، ۳۱ کسان يې وژلي
CMG2023/11/14 12:13:17
شريکول:

فلسطيني رسنيو د نومبر په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په ماښام د غزې په شمال کې د جباليه کډوالو کمپ باندې هوايي بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۱  کسان وژل شوي دي.

د غزې تړانګې د ملکي دفاع ادارې په یوې خبرپاڼې کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو پر جماليه کمپ بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۲ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ او ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

اسرائيلي لوري تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

(ژباړه: شکريه)