شي جين پینګ د تايوان تنګي د غوره سوداګرو سرمشريزې ته د لسمې کلیزې په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2023/11/14 14:51:20
شريکول:

 د چين دولت رئيس شي جین پينګ د نومبر په ۱۴ مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د تايوان تنګي د دواړو غاړو د غوره سوداګرو سرمشريزې ته د لسمې کلیزې په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي د تايوان تنګي د دواړو غاړو اقتصاد د چیني ملت په اقتصاد پسې تړلی بللی دی او په خبره يې، د دواړو غاړو خلک د ګډ برخليک ټولنه کې ژوند او چارې ترسره کوي.

نوموړي ويلي، چې د چين ستره برخه به د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي تګ راتګ او په بېلا بېلو برخو کې به يې همغږي پرمختګ ته زمينه برابره کړي، تايوانيانو ته به د زياتو ګټو د رسولو لپاره اړوند مقررات او تګلارې اصلاح کړي، څو تايواني تصدۍ باکيفيته پرمختګ ومومي.

شي جين پینګ په پيغام کې هيله ښودلې، چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو سوداګر د چين د سترې برخې او تايوان ترمنځ د سولې، همغږي پرمختګ، د هېواد د يووالي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډ کار وکړي.