په تېرو۱۰ مياشتو کې چين کې د ژن مين بي پورونو عمومي ارزښت ۲۰.۴۹ ټريليونه يوانه زيات شوی
CMG2023/11/14 12:26:14
شريکول:

د چين ولسي بانک يوه نوې احصائيه خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۱۰ مياشتو کې د ژن مين بي (RMB)پورونو عمومي ارزښت ۲۰.۴۹ ټريليونه يوانه زيات شوی، چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۱.۶۸ ټريليون يوانه ډېروالی ښيي.

د چين ولسي بانک په يادې احصائیې کې ويلي، چې د روان کال په اکتوبر کې د ژن مين بي پورونو ارزښت ۷۳۸ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوانه زياتوالی موندلی، چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په نسبت ۱۰۵ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه يوانه ډېروالی ښيي.

سربيره پر دې، د روان کال په تېرو۱۰ مياشتو کې چين کې د ژن مين بي زېرمه ۲۳.۱۳ ټريليون يوانه زياته شوې، چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۵۵۷ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه يوانه زياتوالی ښيي.

په تېر اکتوبر کې، د چين ژن مين بي د زيرمې عمومي ارزښت ۶۴۴ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه يوانه زيات شوی، چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۸۳۱ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانه ډېروالی ښيي.

(ژباړه: شکريه)