چين: نړيواله ټولنه بايد په منځني ختيځ کې له اټومي او ګڼ وژونکو وسلو څخه د پاک زون له جوړېدو ملاتړ وکړي
CMG2023/11/14 14:11:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د نومبر په ۱۳مې نېټې په منځني ختيځ کې له اټومي او ګڼ وژونکو وسلو څخه د پاک زون د جوړولو په څلورمې غونډې کې ويلي، چې د ياد زون له جوړېدو څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ د سيمې د سوله ییز ميکانیزم د ابادۍ يو مهم ګام دی او د سيمه ييزو هېوادونو د روغې جوړوې او همکارۍ، د سوله ييز بهير د پرمخبيولو لپاره ستر اهميت لري.

ګنګ شوانګ ويلي، په منځني ختيځ کې د اټومي وسلو په شمول د ګڼ وژونکو وسلو شتون متقابل باور زيانمن کړی او همدغه وسلې يې پر سيمه ييزې سولې او ثبات د اغېز يو مهم عامل بللی دی.

نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې په منځني ختيځ کې له اټومي او ګڼ وژونکو وسلو د پاک زون د جوړولو ملاتړ کوي او په خبره يې، دغه چاره د ګڼ وژونکو وسلو د خپرېدو په مخنيوي کې مرسته کولی شي، په نړۍ کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو سيسټم صلاحيت او اغېزمنتيا ساتلی او د وسلو د سیالۍ او شخړو خطرونه کمولی شي او هم په منځني ختيځ کې د اوږمهاله سولې او ثبات مېکانېرم ته لاره هواره کولی شي.