د فلسطين صدراعظم محمد ابراهيم شتايېح د نومبر په ۱۳مې نېټې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د غزې لپاره يوازې رافح بندر بسنه نه کوي، بلکې نور زيات بشري دهليزونه بايد ورته پرانيستل شي.
نوموړي په همدې ورځ د حکومت اوونيزې کاري غونډې ته ويلي، چې یو شمېر هېوادونو مخکې وړانديز کړی و، چې د غزې او قبرس ترمنځ سمندري دهليز جوړ کړي او غزې ته د مرستو رسولو په پار به وکارول شي.
نوموړي ويلي، چې د مرستو په پلمه بايد خلک اړ نه کړل شي، چې خپل کورونه پرېږدي او دغه چاره يې د نه منلو وړ بللې ده.
هغه په ورته وخت کې د ځينو هېوادونو د هغو بيانونو غندنه کړې، چې اسرائيل د ځان دفاع حق لري او په وينا يې، دغه هېوادونه بايد پوی شي، چې اسرائيل په حقه نه، بلکې تېری کوونکی دی او د ځان ساتنې حق نه لري.