په پاريس کې د چين، اروپا او امريکا د فکري مرکزونو همکاريز فورم تر سره شو
CMG2023/11/14 15:15:54
شريکول:

د چين د بهرنيو ژبو خپرونې بيورو په چوکاټ کې د عصري چين او نړۍ انسټيټوټ او د چين-اروپا-امريکا نړيوال وړانديز بنسټ په ګډون څو فکري مرکزونو د نومبر په ۱۳مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د چين، اروپا او امريکا د فکري مرکزونو همکاريز فورم او د ۲۰۲۳ کال د پاريس ډيالوګ تر سره کړی دی.

د چين د بهرنيو ژبو خپرونې بيورو مشر دو جان يوان، د فرانسې د اساسي قانون کمېټې رئيس او پخواني صدراعظم فابيوس هم په دغه فورم کې ګډون کړی و.

د چين، فرانسې او امريکا د سياسي، تعليمي، سپورټي او هنري برخو استازو، شخصيتونو او د چين او فرانسې د فکري مرکزونو کارپوهانو دغه فورم ته ويناوې کړي او د نظريو تبادلې يې کړې دي.

(ژباړه: شکريه)