د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۱۴ مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکې کې له بېجينګ څخه د امريکا په لور وخوځېده.
نوموړی به د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې د دغه هېواد په سانفرانسیسکو کې د چين او امريکا د مشرانو په غونډې کې او همدارنګه د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي.