سلام، سانفرانسیسکو
CMG2023/11/14 21:24:56
شريکول:

د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې، د چين د دولت رئیس شي جين پينګ به د نومبر له ۱۴ مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د دغه هېواد په سانفرانسیسکو کې د چين او امريکا د مشرانو په غونډې کې او همدارنګه د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي.

سانفرانسیسکو د امريکا په کليفونيا ايالت کې پروت دی او د نفوس په برخه کې د دغه ايالت څلورم لوی ښار دی. دغه ښار د ښکلې منظرې له امله په نړۍ کې مشهور سيلانيز ځای بلل کېږي.