د المان دفاع وزير بوريس پيستوريوس د نومبر په ۱۴مې نېټې ويلي، چې اروپايي ټولنه د اوسنيو ستونزو له امله په دوولسو مياشتو کې اوکراين ته د ۱ ميليون توپ مرمو برابرولو توان نه لري او په خپلې ژمنې کې پاتې راغلې ده.
د اوکراين بهرنيو چارو وزير دميترو کوليبا په همدې ورځ ويلي، چې دغه ستونزې په اروپايي ټولنې کې د مسئلې د حل لپاره د سياسي ارادې د نشتوالي له امله نه دي، بلکې د اروپايي ټولنې ځيني هېوادونه د کافي مرمو د توليدولو توان نه لري.