د چین دولت رئیس شي جين پينګ د امریکې له ولسمشر جو بایډن سره د تېر کال په نومبر کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې لېدنه کړې وه او په يو لړ مسئلو سره غږيدلي وو.
دواړه مشران هوکړې ته رسيدلي وو، چې د اقلیمي بحران پر وړاندې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دغې ستونزې د حل لپاره به له نورو هېوادونو سره ګډ کوښښونه وکړي.
د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په چارو کې د چین ځانګړي استازي شې جن هوا له خپل امریکايي سیال جان کلي سره د تېرې جولای له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې پورې په بېجینګ کې او د روانې نومبر مياشتې له ۴مې څخه تر ۷مې پورې د امریکې د کلیفورنیا ایالت په سانېلنډز کې وليدل او د اقليمي بدلون د چارو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
دواړو خواوو د نومبر په ۱۵مې نېټې په سانېلنډز کې د اقلیمي بحران ضد د مبارزې په اړه یوه ګډه ۲۵ مادېزه اعلامیه هم خپرې ده.
(هیله)