د امريکا ماليې وزيره: اېپيک په نړیوال اقتصاد کې مرکزي مقام لري
CMG2023/11/15 10:54:48
شريکول:

د امريکا ماليې وزيرې جانيټ يېلن د نومبر په ١٣مې نېټې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان یعنې اېپيک (APEC) د ماليې وزيرانو له غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته ويلي، چې اېپيک په نړيوال اقتصاد کې کلیدي مرکزي مقام لري او د غړو خپلمنځي همکارۍ يې د اقلیمي بدلون په شمول د نړیوالو ننګونو د حل لپاره کلیدي رول لوبوي.

مېرمن جانيټ يېلن یوه ورځ مخکې د یادې غونډې پرانیستونکو مراسمو ته ويلي وو، چې د اېپيک غړي د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله چټکه وده او د خورا متحرک اقتصاد استازیتوب کوي او نړیوال پرمختګ او نوښت ته وده ورکوي.

د اېپيک د ماليې وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د روانې میاشتې په ۱۳مې نېټې د امریکا په سان فرانسیسکو کې پای ته ورسېده.