شي جين پينګ د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېد
CMG2023/11/15 08:09:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نېټې په مازديګر په ځانګړې الوتکې کې د امريکا سانفرانسيسکو ته رسېدلی دی. نوموړی به د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې د دغه هېواد په سانفرانسیسکو کې د چين او امريکا د مشرانو په غونډې کې او همدارنګه د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مې غير رسمي غونډې کې ګډون وکړي.

د کاليفورنيا د ايالتي مشر ګاوين نيوسوم او د مالي چارو د وزيرې جانيټ ايلين په شمول د امريکا لوړپوړو چارواکو په هوايي ډګر کې د دولت رئيس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.

دغه راز ګڼ شمیر چیني الاصله امریکایان، په دغه هېواد کې ميشت چينايان او زده کړندويان د هوايي ډګر او هوټل ترمنځ د غځېدلې لارې پر دواړو غاړو راغونډ شوي وو او د شي جین پینګ د روان سفر تود هرکلی يې کړی دی.