د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د نومبر په ۱۴مې نېټې له خپل مصري سیال عبدالفتح السیسي سره ټلیفوني خبرې کړې او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ پر روانې شخړې ورسره غږیدلی دی.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې دواړو مشرانو د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د درېدو او د حالاتو د کنټرول په اړه بحث کړی او په روانې شخړې کې د زرګونو ماشومانو او ښځو په شمول د ګڼ شمېر ملکي وګړیو پر مرګژوبلې يې اندېښنې څرګندې کړې دي.
خبر وايي، چې دواړو سیالانو پر دې ټينګار کړی، چې د جنګ ښکیلې خواوې باید ډېر ژر روان تاوتريخوالی پای ته ورسوي، بندیان بايد خوشي او د غزې وګړیو ته د بشردوستۍ مرستو د لیږد لاره هواره کړي.
دواړو مشرانو ګډ نظر ته رسيدلي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ باید یو داسې خپلواک فلسطین جوړ شي، چې له اسرائیل سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي.
(هیله)