د چين او افريقا د کرنيزو توليداتو سږنی تجارتي ارزښت ښايي له ۱۰ ميليارډو ډالرو پورته شي
CMG2023/11/15 10:53:00
شريکول:

د چين د کرهنیزو او کليو چارو وزیر تانګ ژن جيان د نومبر په ۱۴مې نېټې د های نان ولايت په سان يا ښار کې د چين او افريقا ترمنځ د زراعتي همکاريو دويم فورم ته په وينا کې ويلي، چې په روان ۲۰۲۳م کال کې ښايي د چين او افريقا د کرنيزو توليداتو تجارتي ارزښت له ۱۰ ميليارډ ډالرو څخه واوړي، چې دا شمېر د لس کاله مخکې د حجم په پرتله نږدې په سلو کې سل برخه زياتوالی ښيي.

نوموړي ويلي، چې چيني تصديو د ۲۰۲۱م کال تر پايه په افريقا کې د کرنيزو چارو په اړوند برخو کې۱۲ ميليارډه او ۸ ميليونه يوانه پانګونه کړې، کلنی زياتوالی يې ۱۱ اعشاريه ۴سلنې ته رسېدلی او څه باندې ۳۰زرو کسانو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

وزیر تانګ ژن جيان ويلي، چې بېجينګ به د چين او افريقا تر منځ په زراعتي چارو کې د تجارت او پانګونې د هڅونې فعاليتونه تنظيم کړي او د چين په نړيوال وارداتي نندارتون او د چين د زراعتي توليداتو د معاملو په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره به افريقايي هېوادونو ته اسانتياوې برابرې کړي او د زراعتي چارو د همکاریزو پارکونو د جوړولو څخه به ملاتړ وکړي.