د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکې کې د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېږي.
نوموړی به د امريکا د ولسمشر جو بايډن په بلنې د روانې مياشتې له ۱۴مې نه تر ۱۷مې نېټې پورې د چين او امريکا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰مې غير رسمي ناستې کې به برخه واخلي.