په سانفرانسیسکو کې د چین او امریکې د مشرانو کتنه د نړیوالو د تمې وړ ده
CMG2023/11/15 09:58:25
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ به د امریکې د ولسمشر جوبایډن په بلنه د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د امریکې په سانفرانسیسکو کې له بایډن سره ملاقات وکړي او د ايپيک (APEC) د مشرانو په ۳۰مه غیررسمي غونډه کې به ګډون وکړي. دا د تېر کال په نومبر میاشت کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته د دواړو مشرانو لومړی ځل مخامخ کتنه ده.

رئیس شي جین پينګ ویلي چې چین تل دا نظر لري چې د چین او امریکې ترمنځ ګډې ګټې د توپیرونو په نسبت زیاتې دي. د دواړو خواوو ځاني پرمختګ یو د بل لپاره ګټور فرصت برابروي، نه ګواښ.

د چین د وارداتو په شپږم نړیوال وارداتي نندارتون کې چې تازه پای ته رسېدلی، د امریکې څه باندې ۲۰۰ تصدیو برخه واخیستله او دا شمېر ډېر زیات دی. د امریکې حکومت پر لومړي ځل په سږني نندارتون کې د خوړو او کرنیزو چارو یو رسمي نندارځی ترتیب کړی او اړوندو تصدیو يې د ۵۰۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

یو بل شمېر ښيي چې تېر کال د چین او امریکې د زراعتي تولیداتو سوداګریز ارزښت له ۵۰ میلیارډو ډالرو څخه اوښتی. په همدې کال کې د دواړو خواوو شمېرې ښودلې چې خپلمنځي سوداګریز ارزښت يې نوی ریکارډ جوړ کړی او له ننګونو سره د مقابلې لوړ توان لري. له دې څخه څرګندېږي چې د چین او امریکې اقتصادي جوړښت یو د بل کمښت پوره کوي، د دواړو لویو اقتصادونو ترمنځ ثابت او اغېزمن اقتصادي همکاریز نظام به د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره ستر حیاتي ځواکونه برابر کړي.

خو واشنګټن د چین د آبادۍ او پرمختګ په اړه غلط فکر کوي او په دې وروستیو کلونو کې يې د چین پر ضد د زور ډک تدبیرونه غوره کړي، له دې امله په ډېرو برخو کې د دواړو خواوو سوداګرۍ ویجاړې شوې او دوه اړخیزه اړیکې يې هم له دوامدارو ننګونو سره مخ دي.

چین پر ګډې همکارۍ ټینګار کوي او له بدې سیالۍ او مقابلې سره مخالفت کوي. رئیس شي جین پينګ په ډاګه کړې چې ناسمې سیالۍ او مقابلې د زمانې له تمایل سره سمون نه لري، د هېواد ځاني ستونزې او نړیوالې ننګونې نه شي حلولی.

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي د نومبر په لسمه نېټه خبر ورکړ چې د بایډن او شي جين پينګ دا ځل ملاقات به د سیالۍ کنټرول او د خطرونو مخنیوي په موخه ترسره کېږي. خو هغه بیا د چین د تایوان مسئلې او د جنوبي سمندر مسئلې په اړه نامناسب دریځ په ډاګه کړی دی. نو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ورته ځواب ورکړ چې واشنګټن باید د چین د پاملرنې وړ ټکی وپېژني او د چین د پرمختګ قانوني حقونو درناوی وکړي، بلکې د خپلو پاملرنو په ټینګار کولو سره دې د چین ګټو ته زیانونه و نه رسوي.

له دې څخه ښکاري چې که چین او امریکا غواړي خپلمنځي سیالۍ او توپیرونه ښه کنټرول کړي او اجماع ته لاسرسي ولري، نو امریکا باید لا زیاته صمیمانه رویه ښکاره کړي، د چین بدلون یا د چین د پرمختګ د مخنیوي نظریې دې پرېږدي او له چین سره د اړیکو د عادي کېدو په خاطر دې رښتیني کوښښونه وکړي.

په حقیقت کې نړیوال د چین او امریکې اړیکو بیا عادي کېدو ته ډېره تمه لري. د ايپيک سازمان د څېړنیز ارګان مشر کالوس وايي چې د چین او امریکې د اړیکو ټینګښت د ټولو لپاره ګټور دی، نړۍ هیله منه ده چې ترې ګټې واخلي.

موږ دې ته سترګې په لار يو.