د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴ مې نېټې په مازديګر په ځانګړې الوتکې کې د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېد.
نوموړی به د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې د چين او امریکا د مشرانو غونډې او د اسیا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو ۳۰ مې غير رسمي ناستې کې ګډون وکړي.
کله چې شي جين پينګ په ځانګړې الوتکې کې د سانفرانسيسکو نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد، نو د امريکا د کاليفورنيا د ایالتي مشر ګاوين نيوسوم او د دغه هېواد د مالي چارو د وزيرې جانيټ ايلين په شمول ځینو لوړ پوړو امريکايي چارواکو او استازو په هوايي ډګر کې د نوموړي تود هرکلی کړی دی.